د لمړي ځل لپاره، هغه افغان ښځینه او نارینه به وپیژندل شي چې، په نه ستړي کیدونکي توګه یی په خصوصی او دولتی سکتورونو کې د ښځو د مشرتابه ونډې رول ته کوي. دغه پروسه به د اتلانو د جایزې له لاری د روان 2018 کال د جولای میاشتي په 15 مه د۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۲۴ نیټه سره سم په رسمي ټوګه پیل شي.
د اتلانو جایزه، د ښځو د پیاوړتیا په منظور دملاتړ کونکو د پیژندني او ستایني لپاره یو اوږد مهاله پلان دی، ترڅو په ټولنې کې، د ښځو د فعال ګډون لپاره ټولنیز او بنسټیز ملاتړ چټک شي. یو ایډیالي اتل هغه ښځینه وی اوکه نارینه، خو په عامه سکتور کی یې ټولنې ته په پراخه کچه د ښځو د رول، د پرمختګ او ودي لپاره نندارې ته وبراندې کړی وي د ملاحظی وړ مشرتابه ښودلی وي.
دغه نوښت به د ښځو چارو وزارت لخوا رهبری کیږي او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، ټاکل شوي مدني ټولني او نورو دولتي او غیر دولتي سازمانونه د ځوانانو او اکاډمیکې ډلې په ګډون به ددی نوښت ملاتړ کوی.
کوم کسان کولای شي چی داتلو ډالیو لپاره خپل غوښټنلیک وړاندې کړې؟
کوم کسان د اتل د جایزو لپاره غوښتنلیک نشي سپارلی؟
د اتلانو جایزي په څو ډوله دی؟
د اتلو جایزې په دوه کټګوريو ویشل شویدی: د دولتی سکتور د اتلانو جایزي او د خصوصی سکتور د اتلانو جایزی. د هری کټګورۍ لپاره معیاورنه په لاندی ډول دي.
لومړۍ کټګوري: د دولتي سکټور جایزې
هغه څوک چې لاندني معیارونه پوره کړي، کولای شي د دولتي سکټور جایزې ته غوښتنلیک وسپاري:
الف ۱ معیار | د ښځو د ملاتړ لپاره یی ژمنه ښودلی وي |
ب ۱ معیار | دښځو دعامه پالیسۍ جوړولو او کړنلارو په برخه کې بی دریغه مبارزه کړي وي |
ج ۱ معیار | د ښځو لپاره یی هوسا او دوستانه کاري چاپیریال رامنځته کړی وي |
د ۱ معیار | پر خلکو باندی اغیز ولري |
ر ۱معیار | په ټولنه کی د مطرح کولو لپاره لیواله وي |
ز ۱ معیار | د تیرو لسو کلونو راهیسې یې د جندر د پراختیا په برخه کې کوم جایزه نه وي ترلاسه کړي |
س ۱ معیار | لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې د محدودو سرچینو سربیره په کلتوري او امنیتي محدودیتونو او هم د حکومتي/سیاسي ملاتړ او اړیکې له نشتوالي سره سره یې د ښځو ملاتړ لپاره یی هڅي کړې وي. |
ش ۱ معیار | هغه کس د یو اتل په توګه نشی ټاکل کیدای که څه هم چی د ښځو پرمختیایی پروژو کي یی کار کړی وی خو ولې د خپل کور ښځو ته یی بنسټیز حقوق نه وي ورکړي. یو اتل باید لمړی د خپلو کورنیو څخه بدلون پیل کړي. |
ص ۱ معیار | اتل باید په ټولنه/ یا هغه موسسه کې چې کار کوي د ښه شهرت څښتن واوسي. |
دویمه برخه: د خصوصي سکتور جایزي
د لاندنیو معیارونو په پوره کولو سره، یو کس کولای شي د خصوصی سکتور کټګوري د اتل جایزې ته غوښتنلیک وسپاري:
الف ۲ معیار | پر ټولني باندی اغیز ولري |
ب ۲ معیار | دښځو دحقونو د دفاع لپاره ژمن وي |
ج ۲ معیار | شخصي میړانه او مشرتوب یې په عمل کې ښودلې وي |
د ۲ معیار | پر خلکو باندی اغیز ولري |
ر ۲ معیار | په ټولنه کې دمطرح کولو لپاره لیواله وي |
ز ۲ معیار | په تیرو لسو کلونو کی یی د جندر د پراختیا په برخه کې ډالۍ نه وي ترلاسه کړی |
س ۲ معیار | لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې، د محدودو سرچینو سربیره، کلتوري او امنیتي محدودیتونو او حکومتي/سیاسي ملاتړ او اړیکې له نشتوالي سره سره یې د ښځو ملاتړ لپاره هڅي کړې وي. |
ش ۲ معیار | هغه کس د یو اتل په توګه نشی ټاکل کیدای چی د ښځو پرمختیایی پروژو کي یی کار کړی وی خوولې د خپل کور ښځو ته یی بنسټیز حقوق نه وي ورکړي. یو اتل باید لمړی د خپلو کورنیو څخه بدلون پیل کړي. |
ص ۲ معیار | اتل باید په ټولنه/ یا کوم موسسه کې چې کار کوي د ښه شهرت څښتن واوسي. |
اتل به څه تر لاسه کړي؟
د اړتیا وړ اسناد:
هغه خلک چې غواړی د اتل د جایزو ته ځان کاندید کړي یاهم بل څوک نوماند کړي، باید دا لاندې اسناد وسپاري:
پروسې څخه لرې کول:
غوښتونلیک سپارونکي کسان به د لاندې دلایلو له مخې د خپلو اسنادو د لا زیاتې ارزونې په لپار سلب صلاحیت شي:
د غوښتنلیک میتودونه
څرنګه غوښتنلیک وسپارو؟
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتي ۳۱ د ۹ وږی۱۳۹۷ لمریز کال سره سم دی
د فورم او د اتلانو د ډالۍ په اړه د نورو جزئیاتو د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ په کابل کی د ښځو چارو وزارت، په ولایتونو کی د ښځو چارو ریاستونو او د ویب پاڼو ته مراجعه وکړئ:
http://www.epd-afg.org/wp-content/uploads/2018/07/1-Champion-Awards-Application-Form_Dari.doc